IQNA

د ایران  د  اسلامی  جمهوریت ولسمشر راتلونکې اونۍ عربستان ته سفر کوي

10:38 - November 07, 2023
د خبر لمبر: 3488234
ایکنا-(تهرانَ) د اسلامی ایران ولسمشر به د عربستان له لوړپوړو  چارواکو او  دنورو اسلامی هیوادونو  له مشرانو سره هم لیده کاته وکړي او د اسلامی امت   د اوسنیو او راتلونکو حالاتو په باب به ورسره بحث او دنظر تبادله وکړي.

ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي ټاکل شوې ده د اسلامی ملګرتیا موسیسې په سرمشریزې کې چې د فلسطین دغزې د بوږنونکو پيښو د پایلو او د نړیوالو بدلونونو په باب د عربستان په ریاض کې ترسره کیږي،د راتلونکي اونۍ په شنبې ورځې دغه هیواد ته سفر وکړي. همداراز ټاکل شوې ده،د اسلامی ایران ولسمشر به  د عربستان له لوړپوړو  چارواکو  او  دنورو اسلامی هیوادونو  له مشرانو سره هم لیده کاته وکړي او د  اسلامی امت   د اوسنیو او راتلونکو حالاتو په باب به ورسره بحث او دنظر تبادله وکړي.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1402/08/15/2984535

captcha